Afghanistan | News | د نړیوالی روغتیا اداری په فعالیتونو باندی د موقت بندیز په اړه د دغه اداری څرګندونی

د نړیوالی روغتیا اداری په فعالیتونو باندی د موقت بندیز په اړه د دغه اداری څرګندونی

د ۱۳۹۸ کال د وری میاشتی ۲۳مه (د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتی ۱۲مه) - موږ ډیر زیات اندیښمن یو چې د نړیوالی روغتیا اداری په فعالیتونو باندی موقت بندیز به د افغانستان اړو وګړو ته د روغتیایی خدمتونو په رسونه ناوړه اغیره وکړی. ټولو اړو وګړو ته د روغتیا یی اسانتیاو د برابرولو لپاره اړینه ده چی بی له کوم خنډه د هیواد ټولو سیمو ته لاسرسی تظمین شی.

د نړیوالی روغتیا اداره د افغانستان په ټولو سیمو کې د ټولو روغتیایی اسانتیاو (لومړنی روغتیایی خدمات، بیړنی روغتیایی خدمات، واکسین، د پولیو له منځه وړل) د برابرولو څخه ملاتړ کوی. روغتیایی اسانتیاو ته لاسرسی یو بنسټیز انسانی حق دي، د روغتیا نړیواله اداره دی ته ژمنه ده چې ټولو خلکو ته یو شان روغتیایی خدمات وړاندی شي.

موږ د افغانستان په کړکیچ کی په ټولو ښکیلو اړخونو باندی غږ کوو چې د روغتیایی خدماتو د بی طرفی او د روغتیایی کارکوونکو د مصونیت ډاډ ورکړي.

موږ به د دغه موقت بندیز د ژر تر ژره لری کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو، تر څو وکولای شو ټولو خلکو ته بی له ځنده روغتیایی خدمات وړاندی کړو.